Whatsapp Messenger واټس اېپ پیغام رسوونکی اپلېکېشن

2.26.1.18
واټس اېپ مسنجر (WhatsApp Messenger) یو مشهور پیغام رسوونکی اپلېکېشن دی چې د انټرنېټ له لارې خلک کولای شي یو بل ته لیکلي او غږیز پیغامونه، انځورونه، ویډیوګانې او اسناد واستوي. دا اپلېکېشن د وړیا غږیز او ویډیويي اړیکو اسانتیا هم لري او د لوړ امنیت لپاره د End-to-End Encryption کاروي.
ډاونلوډ
1.0/5 رایونه: 1
اندازه
164
نسخه
2.26.1.18
دا ایپ راپور کړئ

تشریح

واټس اېپ مسنجر  (WhatsApp Messenger) یو له تر ټولو مشهور او ډېر کارېدونکو پیغام رسوونکو اپلېکېشنونو څخه دی. چې د نړۍ په میلیونونو خلک یې هره ورځ د اړیکو لپاره کاروي. دا اپلېکېشن د انټرنېټ له لارې خلکو ته دا اسانتیا برابروي چې پیغامونه، غږیز پیغامونه، انځورونه، ویډیوګانې، اسناد او ژوندۍ اړیکې (کالونه) په اسانۍ سره یو بل ته استوي.

واټس اېپ په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې جوړ سو او وروسته په ۲۰۱۴ کال کې د فیسبوک یعنی (اوس میټا) شرکت لخوا جوړ سوی. له هماغه وخته تر نن ورځې پورې واټس اېپ په چټکۍ سره وده وکړه او اوس د نړۍ یو له تر ټولو باوري اړیکنیزو اپلېکېشنونو څخه شمېرل کېږي.

د واټس اېپ مهمې ځانګړتیاوې

واټس اېپ ډېرې ځانګړتیاوې لري چې دا اپلېکېشن یې له نورو ورته اپلېکېشنونو څخه بېل کړی دی. ځینې مهمې ځانګړتیاوې یې په لاندې ډول دي:

۱. لیکلي پیغامونه (Text Messages)

کاروونکي کولای سي په چټک ډول یو بل ته لیکلي پیغامونه واستوي. دا پیغامونه د انټرنېټ له لارې لېږدول کېږي او د SMS په څېر لګښت نه لري.

۲. غږیز او ویډیويي اړیکې

واټس اېپ د وړیا غږیزو او ویډیويي اړیکو اسانتیا لري. ته کولای سې له هر ځای څخه د انټرنېټ په وسیله خپلو ملګرو او خپلوانو سره خبرې وکړې، که هغوی په بل هېواد کې هم وي.

۳. غږیز پیغامونه (Voice Messages)

که څوک لیکلو ته وخت ونه لري، نو کولای سي غږیز پیغام ثبت کړي او واستوي. دا ځانګړتیا ډېره ګټوره ده، په ځانګړي ډول د اوږدو پیغامونو لپاره.

۴. انځورونه، ویډیوګانې او اسناد

واټس اېپ کاروونکو ته اجازه ورکوي چې انځورونه، ویډیوګانې، PDF فایلونه، Word اسناد او نور ډول فایلونه یو بل ته ولېږي. دا کار د زده کړو او کاري اړیکو لپاره ډېر مهم دی.

ګروپونه او ټولنیزې اړیکې

واټس اېپ د ګروپ جوړولو اسانتیا هم لري. کاروونکي کولای سي تر سلګونو کسانو پورې ګروپونه جوړ کړي. دا ګروپونه د کورنۍ، ملګرو، همکارانو، زده کوونکو او حتی سوداګریزو موخو لپاره کارول کېږي.

په ګروپونو کې خلک کولای سي:

  • ګډ بحثونه کولی سی

  • اعلانونه خپاره کولای سی

  • تعلیمي اسناد شریک کولای سی

  • سوداګریز معلومات کولای سی یو بل ته استولی سی.

دا ځانګړتیا واټس اېپ یو مهم ټولنیز اپلېکېشن ګرځولی دی.

امنیت او محرمیت

واټس اېپ د End-to-End Encryption سیستم وکاروي، یعنې پیغامونه به یوازې د لېږونکي او ترلاسه کوونکي ترمنځ لوستل کېدای سي. دا مانا لري چې هېڅ بل څوک، حتی واټس اېپ خپله هم، ستا پیغامونه نه سي لوستلای.

همدارنګه کاروونکي کولای سي:

  • خپل وروستی آنلاین وخت پټ کړي

  • پروفایل عکس محدود کړي

  • پیغامونه لاک کړي

  • دوه پړاوه امنیت (Two-Step Verification) فعال کړي

دا ټول د کاروونکو د محرمیت د خوندي کولو لپاره دي.

واټس اېپ په ورځني ژوند کې

نن سبا واټس اېپ د خلکو د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. خلک د همدې اپلېکېشن له لارې:

  • له کورنۍ سره اړیکه ساتي

  • سوداګریزې معاملې کوي

  • زده کړې او کورسونه تعقیبوي

  • خبرونه او معلومات ترلاسه کوي

په ډېرو هېوادونو کې واټس اېپ د رسمي اړیکو لپاره هم کارول کېږي.

ګټې او زیانونه یی

ګټې یی:

  • وړیا اړیکې

  • اسانه کارونه

  • چټک پیغام لېږد کول

  • لوړ امنیت

  • د ټولو موبایلونو ملاتړ

زیانونه یی:

  • انټرنېټ ته اړتیا لري

  • کله ناکله ناسم معلومات خپرېږي

  • د زیات استعمال له امله وخت ضایع کېږي

  • بی ځایه استمعل کول

پایله

واټس اېپ مسنجر یو پیاوړی، اسانه او باوري پیغام رسوونکی اپلېکېشن دی چې د نړۍ په کچه د اړیکو بڼه یې بدله کړې ده. دا اپلېکېشن نه یوازې د خبرو لپاره کارول کېږي، بلکې د زده کړو، سوداګرۍ او ټولنیزو اړیکو لپاره هم ډېر مهم دی. که واټس اېپ په سمه او متوازنه توګه وکارول سي، نو دا کولای سي زموږ ژوند ډېر اسانه او ګټور کړي.

انځورونه

د ډاونلوډ لینکونه

5

څنګه د Whatsapp Messenger واټس اېپ پیغام رسوونکی اپلېکېشن APK نصب کړم؟

  1. د ښکته شوي Whatsapp Messenger واټس اېپ پیغام رسوونکی اپلېکېشن APK فایل وټکئ.

  2. د Install تڼۍ ووهئ.

  3. پر پرده ښودل شوي مرحلې تعقیب کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *